"ته غریب نه یې، خو ذهن دې غریب دی!"
هر څه له دې ځایه پیلېږي:
ته ډېر کار کوې، زحمت باسې، زده کړې دې کړې، مهاجر شوې به یی شاید، حتی دعاوې هم کوې...
خو لا هم ژوند دې بدلون نه کوي. ولې؟ ځکه ذهن دې درته خنډ جوړ شوی.
ستونزه نه په اقتصاد کې ده، نه په دولت، نه پلار و مور، نه رئیس...
اصلي ستونزه دا ده: ذهن دې لا هم د غریب فکر لري.
"فقر د جېب نه، بلکې د فکر نه پیلېږي."
غریب فکر څنګه وي؟
ارزښت نه، بلکې تخفیف غواړي
حل نه، بلکې پلمه لټوي
بدلون نه، بلکې چانس ته انتظار باسي
له خطر او زده کړې تښتي
له کامیابو خلکو نفرت لري، ځکه دا ورته یادوي چې دی هم کولی شو، خو نه یې کړي
غریب ذهن داسې خبرې کوي:
"پیسې خوشالي نه راولي"
"زه څنګه لکه هغوی شم؟"
"ډېر ګران دي"
"کاشکې شرایط بل ډول وای"
خو هفه ذهن چه شتمن وی!
ارزښت لټوي
مسؤلیت مني
سیستم جوړوي، چانس ته نه ناست وي
له ودې سره مینه لري
تحلیل کوي، حسادت نه کوي
عمل کوي، شک نه