باور وکړه چې ژوند به در باندی مهربان شي،
خو یوازې هغه وخت، چې ته خپله په خپل ځان دی مهربان شې!
مثلاً:
• د فحشا او موټ وهلو په ضررونو خبر یو، خو بیا هم د لنډمهاله خوند لپاره دا کار کوو.
• د ناوخته را پاڅېدو په بدو پایلو پوه یو، خو بیا هم تر لسو بجو ویده یو.
• پوهېږو چې وخت سره زر دی، خو بیایي هم بېځایه ضایع کوو.
• پوهېږو چې هېڅوک مو نه ژغوري، خو بیا هم د خلکو مرستې ته تمه لرو...
• پوهېږو چې ټکنالوژي مو له ژوند او خوبه بېبرخې کوي، خو بیا هم موبایل نه شو پرېښودلی.
• پوهېږو چې منفي خلک مو انرژي خوري، خو بیا هم ورسره ناست یو.
● لومړی باید دا ومنې چې ته د خپل ژوند اصلی قهرمان یې.
او قهرمانان هیڅکله ځان له پښو نه غورځوي… بلکې ځان ته لاس ورکوي.