*د زړه حمله یا
*معلومات ته ډیر لائیک زر زر ورکئ ، چې نور نشریات وکم .*
د زړه حمله هغه وخت رامنځته کېږي چې د زړه د عضلې (myocardium) ته د وینې جریان بند یا کم شي. دا حالت د زړه د عضلې د مرګ سبب کېږي.
■د زړه د حملې عام اعراض او علایم:
1. د سینې درد یا ناراحتي (Chest Pain or Discomfort):تر ټولو عامه نښه ده.
درد د فشار، سوخت، دروندوالي یا کلکوالي په شکل وي.
دا درد اکثراً د سینې په مینځ کې وي او له ۵ دقیقو زیات دوام کوي ځینې وخت د درد شدت کم او زیات کېږي.
2. د درد خپرېدل (Radiating Pain):
درد ښي یا کيڼ لاس، غاړه، زنه، اوږه، شا یا لاندینۍ ژامي ته خپرېدلای شي.
3. تنفس لنډېدل (Shortness of Breath):
ناروغ ساه نشي اخیستلای، خاصتاً له فزیکي فعالیت یا پرته له فزیکي فعالیت څخه.
4. خولې کیدل (Sweating):
ناڅاپي یخه خوله راتلل په بدن باندې.
دا خولې کیدل اکثراً بېساري او د عادي فعالیت پرته وي.
5. د زړه تېز یا نامنظم ضربان (Palpitations):
زړه تېز یا بېنظمه ټک ټک کوي.
6. ستړیا او ضعف (Extreme Fatigue):
د ډېرې لږې هلې ځلې وروسته ستړیا.
دا نښه په خاص ډول په ښځو کې ډېره لیدل کېږي.
7. نزلې ته ورته نښې (Flu-like symptoms):
زړه بدوالی (nausea)، استفراغ، یا معدې درد.
دا هم په ښځو کې زیات لیدل کېږي.
8. ویره یا د مرګ احساس (Feeling of doom):
ناروغ داسې احساس کوي چې یو جدي حالت روان دی.
■ یادونه:
ځینې خلک (په ځانګړې توګه ښځې، سپین ږیري، او د شکر ناروغان) ممکن یوازې لږ درد یا غیر مشخصې نښې ولري.
ځینې وخت خلک یوازې د معدې درد، خوا ګرځېدو یا خولې ته تروشه احساس لري او زړه حمله پرې تېریږي.
■که چاته دا نښې پیدا شي، فوراً روغتون
ته انتقالول د ناروغ ژوند ژغورلی شي .